لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان ته په پارلماني او صدارتي ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړه

image

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) لنډمهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان ته په پارلماني او صدارتي ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركولو سره په دې خبره ټېنګار كړې چې دا انتخابي كاميابي د اولس مشر اردوان په مشرۍ او وژن د بشپړه باور او د اے كے ګوند د پياوړې ترقۍ مظهر دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې لنډمهاله وزيراعظم د اولس مشر رجب طيب اردوان په نامه د مباركۍ په خپل پېغام كښې په صدارتي او پارلماني ټاكنو كښې د دوي ګوند جسټس اېنډ ډوېلپمنټ ګوند (اے كے پي) ته په كاميابۍ دوي ته مباركي وركړې۔ وزیراعظم د تركيې د جمهوري ادارو او اقدارو د استحكام ستائنه كولو سره د تركيې واكمنو او اولس ته پارلماني او صدارتي ټاكنو په سوله ايز ډول په كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل د پاكستان اولس د تركيې په پرمختګ ډېر وياړ لري۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د پاکستان او ترکیي ترمېنځه د ورورولۍ تاريخي رشته به په سباٶن كښې لا قوي شوي۔ جسټس ناصرالملك د پاكستاني حكومت لخوا په ټولو څانګو كښې د موجوده ستراتېژك دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركولو له د تركيې حكومت سره په ګډه د كار كولو د عزم پخلې وكړو۔ (ص ف/م ع/ګ ل/1743)

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں