د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان د زمكې نړيوالې ورځې په موقع پېغام

image

اسلام آباد 21 اپرېل (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې د پلاسټك الودګې په نتيجه كښې زمكه او سمندر زهرجن كېدو سره سمندري حيات سره سره په انساني روغتيا هم بد آغېز كېږي٬ زمونږ ژوند حياتياتي تنوع٬ بېلا بېل ډول زنده سرو او اېكو سسټم سره تړون لري۔ د زمكې نړيوالې ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان ووئيل چې د الودګې زياتېدو په نتيجه كښې بېلا بېل ډول زنده سري او اېكو سسټم هم له مېنځه روان دے او مونږ په لويه پېمانه د ماحول ښه كوونكو څيزونو نه محروم كېږو۔ ده ووئيل چې د پرمختيائي كارونو په نتيجه كښې په ځنګلاتو٬ د اوبو په لارو او د كبانو په سټاكس كښې هم كمې راغلې او زمونږ په زمكه تودوخه مخ په زياتېدو ده او د دې په نتيجه كښې په خپله زمونږ بقا ته خطر ورپېښ دے۔ د يادونې وړ ده چې د زمكې نړيواله ورځ هر كال د اپرېل په 22مه نېټه لمانځلې شي۔ سږ كال د دې ورځې موضوع د پلاسټك الودګې خاتمه ده۔

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں