دواړه د ستراتېژېكي خبرو اترو پشمول دوه اړخيزه مشاورتي مكنزم ته سلا شوې

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)پاكستان او چين ستراتېژېكي خبرو اترو پشمول دوه اړخيزه مشاورتي مكنزم ته سلا شوي دي ۔د دې خبرې پريكړه د شورو په ورځ په بيجنګ كښې خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه او د چين دوهم خارجه وزير كونګ ژوان يو ترمينځه د خبرو اترو په مهال كړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه د چين درې ورځنۍ دورې په مهال د چين دوهم خارجه وزير سره ليدلې دي ۔د خبرو اترو په مهال د دفاع٬امنيتي مرستې٬دوه اړخيزه تجارت او د سي پېك پشمول د دواړو هېوادونو ترمينحه په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د وياند له مخې د ملاقات په مهال د سوئېلي آسيا او افغانستان صورتحال پشمول په سيمو ايزو نړيوالو چارو بحث وشو۔خارجه سېكتره او دوهم خارجه وزير مرستې زياتولو ته سلا شوي۔دوي شنګهائي مرستې تنظيم او د ملګرو ملتونو پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز نزدې مرستې روانې ساتلو له د عزم پخلې هم كړے

مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں