اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د كال 2024 په ټولټاكنو كښې به 12 كروړه 85 لكه 85 زره 760 ووټران خپل د ووټ وركولو حق كاروي۔ د الېکشن کمېشن لخوا د ګل په ورځ د جاري شوو شمېرو له مخې د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 كېدونكو ټولټاكنو لپاره په مجموعي توګه 12 كروړه 85 لكه 85 زره 760 ووټران رجسټرډ دي چې پكښې د نارينه ووټرانو مجموعي شمېره 6 كروړه 92 لكه 63 زره 704 او د مېرمنو ووټرانو مجموعي شمېره 5 كروړه 93 لكه 22 زره 56 ده، د نارينه ووټرانو تناسب 53.87 او 46.13 فيصد د مېرمنو ووټرانو نمائندګي ده، په اسلام آباد كښې لس لكه 83 زره 29 ووټران به د ووټ خپل حق استعمالوي٬ پنجاب كښې د 7 کروړه 32 لکه 7 زره 896 ووټران به د ووټ حق استعمالوي، چې پكښې د سړو ووټرانو شمېره 3 كروړه 91 لكه 22 زره 82 او د مېرمنو شمېره 3 كروړه 40 لكه 85 زره 814 ده ٬ دغسې په سندھ كښې به 2 کروړه 69 لكه 94 زره 769 ووټرز خپل ووټ كاسټ كوي چې پكښې د نارينه ووټرانو شمېره يو كروړه 46 لكه 12 زره 655 او د مېرمنو شمېره يو کروړ 23 لكه 82 زره 114 ده۔ په خېبر پښتونخوا كښې 2 کروړه 19 لكه 28 زره 119 ووټرز دي چې پكښې د نارينه رجسټرډ ووټرانو شمېره يو كروړ 19 لكه 44 زره 397 او دمېرمنو ووټرانو شمېره 99 لكه 83 زره 722 ده۔ په بلوچستان كښې 53 لكه 71 زره 947 رجسټرډ ووټرز به د خپل ووټ حق كاروي چې كښې د مېرمنو ووټرانو شمېره 23 لكه 55 زره 783 او د نارينه شمېره 30 لكه 16 زره 164 ده۔