برلن 12اپريل (اے پي پي) د پاکستان او المان ترمينځه د پلاويو په كچه خبري اتري د ګل په ورځ خارجه وزارت برلن كښې شوي۔د پاکستان پلاوي مشري خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي دغسې د المان پلاوي مشري د المان خارجه وزير هائيکو ماس کوله۔ په خبرو كښې په دوه اړڅيزه اړيكو ، تجارت، سرمايه كارۍ ، صحت، امنيت ،دفاع، تعليم ،د سيلګرۍ پشمول په ګڼو څانګو كښې په دوه اړڅيزه مرسته زياتولو د خيالاتو څرګنونه شوې ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي ووئيل پاکستان د المان سره خپلي دوه اړخيزه سياسي، سفارتي او اقتصادي اړيكې لا مستحکمولو له لوظي دے۔ده ووئيل پاکستان او المان خپلو كښې تاريخي دوه اړخيزه مراسم لري۔ شاہ محمود قريشي ووئيل پاکستان خپل جغرافيائي سياسي ترجيحات په جغرافيائي معاشي ترجيحات بدل كړي۔المان د نړۍ يو مهم اقتصادي او سياسي قوت دے۔پاکستان او د المان ترمينځه دوه اړخيزه تجارت او اقتصادي مرستي زياتولو پراخه موقعې شته ۔ شاہ محمود قريشي ووئيل پاکستان 22 کروړه آبادي لرونكے يو ښه مارکيټ دے چرته چې د تجارت او سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته،زمونږ حکومت بهرنۍ سرمايه كارۍ او د سيلګرۍ ويزو زياتي آسانۍ وركوي۔ خارجه وزير ووئيل د المان سرمايه کارو/کمپنيو به په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ لپاره هر ممكن مرسته كولې شي۔ د پلايو په كچه خبرو اترو كښې د پاکستاني زدكوونكو ، كورنيو/فيملي او بزنس ويزہ ترلاسه كولو كښې آساني پيدا کولو په اړھ په خاص توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير په المان كښې د مېشته پاکستانيانو په پخوانې خواهش ، د المان پاکستان دوه ځائيز شهريت په ترلاسه كولو هم خبري وكړې ۔دواړو خارجه وزيرانو د كشمير په مسئله ، افغان امن عمل پشمول سيمه كښې د امن په مجموعي صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ په دې مهال دواړھ خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه تجارت ودي او ګڼو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي زياتولو ته صلاح شوي ۔ دغسې خارجه وزير د المان خپل همڅنګ هائيکو ماس له د پاكستان دوري بلنه وركړې په كومه چې د المان خارجه وزير د مخدوم شاہ محمود قريشي مننه وكړه او زر تر زره د پاكستان دورې عنديه ئې وركړه۔هيله ده چې وزير اعظم عمران خان به هم ډير زر د المان دوره وكړي۔ هغه له د المان دوري كولو بلنه د المان چانسلري انجيلا مرکل د اړخه وركړې شوې