خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهي په ورځ برلن كښې د پاكستان سفارتخانې دوره وكړه

image
FOREIGN MINISTER MAKHDOOM SHAH MAHMOOD QURESHI VISITED EMBASSY OF PAKISTAN, AT BURLIN GERMANY ON APRIL 13, 2021.

برلن 13اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهي په ورځ برلن كښې د پاكستاني سفارتخانې دوره كړې ۔ المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او د سفارتخانې عملے د خارجه وزير تود هركلے وكړو۔خارجه وزير د قونصلر سيكشن پشمول د سفارت خانې د بيلو څانګو دوره وكړه او پاكستانيانو له په وركړې كيدونكو آسانيو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔خارجه وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړي او د دوي مسئلي په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔شاه محمود قريشي ووئيل ميونخ كښې به ډير زر نوې قونصل خانه پرانستلې شي دغسې چې د المان سره دوه اړخيزه اقتصادي رابطي لا زياتي شي۔المان سره د دوه اړخيزه اقتصادي رابطو زياتولو پراخه موقعې شته۔ خارجه وزير المان كښې د مېشته پاكستانيانو په پخوانۍ غوښتنه سفارت كښې د پرانستلې شوي دفتر “عرض نويسي” پرانسته وكړي۔خارجه وزير سفارت كښې د جوړ شوي “فټ بال كارنر” پرانسته هم وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې المان ته هر كال 5 كروړه فټبالونه د پاكستان څخه درآمد كيږي۔خارجه وزير ووئيل د معاشي سفارت كارۍ ښې نتيجي ترلاسه كيږي۔المان سره د معاشي اړيكو نوے باب زياتول ،زمونږ د معاشي سفارتي مېشن مثبت ثمرات دي ۔خارجه وزير سفارت خانه كښې په اېښودلې شوي “وزټرز بك” كښې خپل تاثرات هم وليكل

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں