د اے پي پي پخوانے چيف نيوز اېډيټر عثمان حميد خان په حق ورسېد

image

اسلام آباد 09 اپريل (اے پي پي﴾ مشر خبريال او د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان﴿اے پي پي﴾ پخوانے چيف نيوز اېډيټر عثمان حميد خان د 73 كلونو په عمر كښې د جمعې په ورځ په حق ورسېدو كوم چې د مازيګر د مونځ نه پس د واه په مغليه ګارډن قبرستان كښې خاورو ته وسپارلے شو. عثمان حميد خان د اپرېل په وړومبې نېټه كال 1948م كښې د پېنډې په واه سيمه كښې زېږېدلے ؤ. ده د انټرنېشنل آرګنائزېشن آف جرنلسټس تر سيوري لاندې د صحافت په نړيواله مقابله كښې ايوارډ هم ترلاسه كړے ؤ. هغه په كال 2008م كښې د مارچ په 31مه نېټه د اے پي پي څخه ريټائر شوے ؤ. د اے پي پي انتظاميې، خبريالانو ، كاركنانو او صحافتي تنظيمونو د هغه په مړينه خواشيني ښودلې. دوي دعا كړې چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي.

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں