د سېېنټ ټاكنو په اړه كه څوك كومه غلط فهمي لري هغه دې لري كړي، اپوزيشن څخه هيڅ سرپرائز نه ترلاسه كيږي، كاميابي به د تحريك انصاف او عمران خان وي، د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد دستورې ته وينا

image

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي د سېنېټ ټاكنو په اړه كه څوك كومه غلط فهمي لري نو لري دې كړي، اپوزېشن څڅه هيڅ سرپرائز نه ترلاسه كيږي،كاميابي به د تحريك انصاف او عمران خان وي، نواز شريف او مرېم نواز نامې د عدالت په امر په اي سي ايل كښې اچولې شوې، نامو وېستلو لپاره درخواست وركول يا نه وركول كومه معني نه لري، پي ډي اېم كه اسلام آباد ته راتلل غواړي نو خپل شوق دې پوره كړي، كه د قانون احترام ونه كړے شو نو بيا به قانون په حركت كښې راځي، د بې دركه شوو كسانو مسئله حل كولو له به قانون سازي کولې شي، اسلام آباد پوليس به جديد پوليس جوړولې شي،پاتي ناكې به هم ختمولې شي، هر كس د خپل مذهب، مسلك او عقيدې له مخي د ژوند كولو آزادي لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ او جي ډي سي ايل آډيټورېم كښې دستورې ته وينا كښې وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د سېنېټ په ټاكنو كشې به كاميابي د وزيراعظم عمران خان او پي ټي آئي وي،بايد څوك هم په دې بابله كومه غلط فهمي ونه لري، اسلام آباد څخه به حفيظ شيخ کاميابيږي، اپوزيشن څخه هيڅ سرپرائز نه ترلاسه كيږي۔ده ووئېل عمران خان په وکټري سټينډ ښكاري، تحريك انصاف د ځوانانو ګوند دے، حالات به نور هم ښه شي۔ده ووئيل د مرېم نواز نامه په 2018 كښې په اي سي ايل كښې شامله شوې ، د نواز شريف او مرېم نواز نامې د عدالت په وينا په اي سي ايل كښې اچولې شوي وي، اوس د اي سي ايل څخه د نامو وېستلو په اړه د هغوي درخواست څه معني نه لري۔ ده ووئېل د كورنيو چارو وزارت ته هم وئيلي شوي چې د اي سي ايل ډيټا جاري كړي۔ده ووئيل پي ډي اېم لانګ مارچ لپاره كه راتلل غواړي خپل شوق دې پوره كړي، هيڅ ډول خنډان به نه اودروو، بايد د قانون او آئين له مخې احتجاج وكړے شي۔ده ووئېل هيله لرو چې هغوي به د قانون احترام وكړي، اسلام آباد اوس پراخه شوے، بايد د وګړو د امن خيال وساتلے شي،كه د قانون اخترام ونه كړے شي نو بيا به قانون خپله لار پخپله راوباسي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں