د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د آزاد كشمير د اطلاعات وزير راجه مشتاق منهاس سره خبرې

image

اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئېلي دي د هند لخوا د كشميريانو عامې وژنې د غندنې وړ دي٬پاكستان به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔د جاري شوي پرېس رېليز له مخې د آزاد كشمير د اطلاعات وزير مشتاق منهاس د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره په اسلام آباد كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې په ملكي او د كشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔د اطلاعات وزير د سېنېټ چيئرمېن په لائن آف كنټرول د تازه صورحال څخه خبر كړو۔ده ووئيل هندي ځواكونه پرله پسې د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كوي۔د هند لخوا د كشميريانو عامې وژنې روانې دي۔د سېنېټ چيئرمېن په دې موقع د دې عزم پخلې وكړو چې پاكستان به د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د آزاد كشمير د اطلاعات وزير د سېنېټ چيئرمېن ته د آزاد كشمير دورې بلنه هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں