اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د ??نه??ا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريجن هېډ سن يونګ وئېلي دي چې د چين د بېلټ اينډ روډ پروګرام له مخې د چين او پاكستان په اقتصادي لار كښې پاكستان لپاره د پرمختګ پياوړې م??قعې م??جود دي٬په مېډيا كښې د پروژې پرمختيائي اړخونه په ډاګه كولو سره دواړه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كېدې ??ي۔د هانګ كانګ بيسډ ??نه??ا نيوز ايجنسۍ د اېشيا پيسفك ريجن هېډ سن يونګ د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان د هېډكوارټر دورې په موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان او چين مېډيا د سي پیك په اړه څانګې په ښه انداز كښې په ډاګه كولو سره د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د روابطو په مضبوطولو كښې م??م كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل چې په اسلام آباد كښې د ??نه??ا نيوز ايجنسۍ بيورو په ټوله نړۍ كښې د قومي او نړيوال اهميت د چارو په كورېج كونكو 25 بيوروز كښې يوه ده۔ده د ??نه??ا نيوز ايجنسۍ او د اے پي پي ترمينځه د خبرونو د تبادلې د اوسنۍ مرستې لا زياتولو لپاره خوښي څرګنده كړه۔د پاكستان او چين ترمينځه د خبرونو د تبادلې لوظونه په كال 1964 كښې شوې وه۔ده تجويز وركړو چې د چين پاكستان اقتصادي لارې پشان پروژو لپاره دې ?? ??نه??ا او اے پي پي شريك كورېج٬د ??نه??ا نيوز ايجنسۍ د خبرونو پھ اردو كښې ترجمه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د پروژو وېډيو فوټېج تبادله وكړی شي۔د اے پي پي ايګزېكټو ډائرېكټر اختر منير د ??نه??ا نيوز ايجنسۍ د آسيا پيسفك ريجن مشر ته ووئيل چې اے پي پي د شريكو پروژو په اړه شريك كورېج لپاره حكمت عملي لا پراخا كولو پشمول د چين نړيوالې راډيو او د چين مركزي ټي وي سره مرستې ته تياره ده۔د اے پي پي ډائرېك??ر نيوز شفيق قرېشي ووئيل چې د اے پي پي 9 بيورو دفترې دي٬ 7 سټېشنې لري٬د ضلعې او تحصيل په كچه 112 استازي لري او د اے پي پي استازي په نيويارك بيجنګ او لندن كښې د نړيوالو قومي او د ځايې معاملو په كورېج معمور دي۔ده ووئيل چې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د سختې كاروائۍ په اړه د ??نه??ا خبرونه د اډيټر او د لوستونكو د توجو مركز ګرځي۔وزيراعظم عمران خان په چين كښې د غربت كمولو او د كرپشن په ضد د چينائي اقداماتو ذكر په خپلو تقريرونو كښې كوي۔په دې م??قع ډائرېكټر انفارمېشن ټېكنالوجي غواص خان٬ډائرېكټر وېډيو نيوز سروس بلال تهيم او نور چارواكي هم پھ دې م??قع موجود وو