اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د پیټرو??يم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې هېواد ته د پیټرو??يم د ځايې ذخيرو د پائيدار پرمختګ او سپلائي ضرورت دې٬اوسنې حكومت به د هېواد په درآمدي بل قابو موندلو لپاره د پیټرو??يم نور بلاكس معرفي كوي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د تېل او ګاز د لټون او پیداوار په اړه كلن ټېكنيكل كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔د دې كنفرنس اهتمام پاكستان اېسوسي اېشن آف پیټرو??يم جيو سائنټسټس اينډ سوسائټي آف پیټرو??يم انجينئرز پاكستان كړې و۔وفاقي وزير كنفرنس ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا كنفرنس هېواد ته د توان ورپیښو ستونزو په تن??ظر كښې درست اقدام دې دې سره به د دې څانګې د بهترۍ تجاويز مخې ته راشي۔ده ووئيل چې تېره مياشت د تېل او ګاز لټون په لړ كښې بلاكس ترلاسه كولو لپاره د كمپنو ګډون د ډاډ وړ دې۔په دې موقع د پیټرو??يم وفاقي سېكتر ميا اسد حيا الدين هم وېنا وكړه۔په كنفرنس كښې د تېل او ګاز څانګې سره ت??ون لرونكو د 40 نه زياتو كمپنو استازي او د هېواد او بهرنيو هېوا??ون?? نه 1500 استازي ګډون كوي