اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) دسېنېټ غړو وئيلي چې د پېښور په ځانمرګي بريد كښې د هارون بلور شهادت په امنيتي انتظاماتو سواليه نښه ده۔ هارون بلور د خېبر پخ??ونخوا د سياست ځلنده ستورې وو۔ د هارون بلور شهادت سره د ترقي پسند قوتونو ??و جمهوريت پلويانو زيان شوې۔ كه ټاكنو لپاره محفوظ چاپېرچل او امنيت نه وي نو كانديد به د ټاكنو مهم څنګه روان ساتي۔ د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې پېښور كښې د ځانمرګې بريد په نتيجه كښی د خېبر پخ??ونخوا اسمبلۍ كانديد هارون بلور شهادت پېښې غندنه كولو سره سناتور طاهر بزنجو ووئيل په كال 2008ء او 2013ء كښې هم دا ډولې پېښې رامخې ته شوې وې۔ ده ووئيل مونږ ددې پېښې په سختو ټكو غندنه كوؤ۔ كه امنيتي انتظامات ښه وې نو كېدې شي دا پېښه رامخې ته شوې نه وه۔ سکندر میندھرو ووئيل د پيپلز ګوند لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ پاكستان ??و جمهوريت لپاره د هارون بلور او دده د ك??رن?? قرباڼۍ به بې ځايه نه ځي۔ سېناتور بهره مند ووئيل په دې سخت وخت كښې پيپلز ګوند بلور ك??رن?? سره ولاړ دے۔ ده ووئيل امنيتي انتظامات به لا ښه كول وي۔ سناتور اعظم موسیٰ خېل ووئيل حالات ښه پلو روان نه دي۔ د پخ??ونخوا ملی عوامی پارټۍ لخوا مونږ ددې پېښې غندنه كوؤ۔ سناتور شبلی فراز ووئيل بلور ك??رن?? دا مهال د سوګ په كېفيت كښې ده۔ دا وړاندې هم د ترهګرۍ پېښو سره مخ شوې او د وارې هم دا په نښه كړې شوه۔ سناتور پروېز رشيد ووئيل بلور ك??رن?? پاكستان لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي مونږ ددې ك??رن?? په دړد او غم كښې شريك يو۔ سېناتور مولا بخش چانډيو ٬ سناتور محمد علی سېف ٬ سناتورې ګل بشریٰ ٬ سناتور چوهدری تنویر ٬ سناتور مصدق ملك او نور غړو هم د پېښور چاؤدنې غندنه وكړه او د هارون بلور ك??رن?? سره ئې ??واخوږي ښكاره كړه۔