اسلام آباد 23 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره ??ړلې دے٬ د پیښو چېلنجونو مخ نيوي له به جمه??ري رواياتو ته وده وركول وي٬د مارچ 23مه نېټه زمونږ په قامي تاريخ كښې يو مهم حېثيت لري۔ده دا خبره ?? پاكستان ورځې په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې كړې۔ده په دې موقع ټول قام له مباركي وركولو سره وو??يل پھ دې ورځ زمونږ مشرانو تاريخي قرارداد منظور كړې كوم چې د نيمې وچې مسلمانان د يو واضع او لويې مقصد لپاره لويې يو موټې كړي۔اولس مشر پھ دې موقع قائداعظم محمد علي جناح٬ډاكټر علامه محمد اقبال او د آزادۍ نورو مشرانو ته پیرزوئنې وړاندې كړې چا چې د خپل كلك عزم او قربانيو سره ?? پاكستان ترلاسه كولو لاره هواره كړې۔ده وو??يل دا ورځ مونږ ته يادكېرنه كوي چې پاكستان د جمه??ري هلو ځلو په نتيجه كښې جوړ شوې۔اوس د پاكستان پرمختګ او استحكام جمهوريت سره ??ړلې۔دې لپاره ??ر??ري ده چې جمه??ري رواياتو ته وده وركړې شي دغسې چې په ټولنه كښې د ورورولۍ او زغم جذبه راپیدا شي ځكه چې دې نه غېر په چېلنجونو قابو موندل مشكل دي۔اولس مشر وو??يل د تېرو څو لسيزو په مهال د ترهه ګرۍ او جنګ له امله د پاكستان پشمول ټوله سيمه ځپلې شوې۔ده وو??يل خوشحاله په دې يو چې ټول قام يو ئې په ګډه مقابله كړې او په نتيجه كښې يې هېواد نن د امن مركز ګرځېدلې۔ده وو??يل د پاك چين اقتصادي راهداري او نورې پرمختيائي پروژې د دې ښكاره ??بوت دے۔ده وو??يل بايد په نن ورځ مونږ يو ځل بيا د دې لوظ پخلې وكړو چې مونږ به د خپلو مشرانو په قدم تللو سره پاكستان يو عظيم هېواد جوړوو۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له په ښه نيت سره ?? پاكستان د خذمت جذبه راكړي