اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وئيلي دي مونږ تل د پاكستان زندہ ب??د ‘ پارلمان زندہ ب??د او جمهوريت زنده باد چغې وهونكې يو٬ مونږ هېواد لپاره قربانې وركوٶنكي يو ٬ د پاكستان بچ كولو آخري حل زمونږ پارلمان دے٬ تېره ورځ په تقريرونو اورېدو ډېر غمژن شوي يو٬ د شهيد بهټو په دار مړې او د بې نظير بهټو شهادت راياد شو چا چې جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته سیّد خورشید شاہ وو??يل تېره ورځ په كنټېنر مونږ هم وو٬ زمونږ احتجاج د موجوده نظام او لا قانونيت پحقله و۔ ده وو??يل چې قصور د پارلمان نه دے كه څوك دا ګڼي چې قصور د پارلمان دے نو بيا ھغوي په تياره كښې دي٬ ھغوي بايد سياست پرېږدي٬ چا له جګړې او س??كه خله كارولو ته ضرورت نشته٬ د هېواد سياست په يو نوې رخ روان شوے٬ سياست مدارو پارلمان لپاره قربانۍ وركړې دي ٬ د شپاړس كالو په عمر كښې مې د جمهوريت بحالۍ لپاره د ايوب په دور كښې دورې خوړلې دي٬ د پاكستان بچ كولو آخري حل زمونږ پارلمان دے۔ ده وو??يل تېره ورځ په تقريرونو اورېدو ډېر غمژن شوي يو٬ د شهيد بهټو په دار مړې او د بې نظير بهټو شهادت راياد شوے٬ ھغه د نړۍ د منع كولو باوجود دلته راغله او د جمهوريت د بحالۍ لپاره ئې خبره وكړه٬ دې پارلمان د 73 آئين جوړ كړے٬ دې پارلمان مونږ ته د خپل حق لپاره غږ پورته كولو له ژبه راكړه او ټولې ادارې ئې قوي كړې٬ دې پارلمان د هند څخه 90 زره پوځي او س??ل بنديان راخوشي كړي٬ دې پارلمان پاكستان اتوم?? طاقت جوړ كړے٬ هېواد ته ئې ميزا??يل ټېكنالوجي وركړې٬ دې پارلمان د اتلسم بدلون لاره د ډكېټېټر نه واك صوبو ته وركړو٬ د پارلمان په ضد چې تېره شپه كوم ټكي كارول شوي ھغه زه بيا نه شم وئيلې۔ ده وو??يل عمران خان او شېخ رشید د پارلمان تقدس د پښو لاندې كړے٬ مونږ مړي پورته كړي خو كله مو د ادارو س??كاوې نه دې كړے٬ عدليه خپلواكه او پوځ مظبوط ترين ليدل غواړو۔ ده وو??يل مونږ د زېنب د وژنې او د حكومتي پاليسو مخالفت كوٶ خو د مردان او د ډي آئي خان پېښو پرده پوشي ك??ږي۔ ده وو??يل د پاكستان په نامه مونږ ځانونه قربانوٶنكي يو٬ د پاكستان د ادارو مظبوطيا لپاره د ځان او مال نه تېر يو۔ ده وو??يل عدليه خپلواكه او پوځ مظبوط ترين ليدل غواړو۔ ده وو??يل د ھغوي دې خبرو سره د پاكستان 20 كروړه اولس ته تكليف رسېدلې٬ سيد خورشيد شاه وئيلي دي مونږ تل د پاكستان زندہ ب??د ‘ پارلمان زندہ ب??د او جمهوريت زنده باد چغې وهونكي يو۔ ده وو??يل د پارلمان او جمهوريت په ضد خبرې كوٶنكي به كله د پاكستان په تاريخ كښې ژوندي پاتې نه شي