اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پھ مشرۍ ??ښې د قامي اقتصادي كونسل د ايګزېكټو كمېټۍ(ايكنك) غونډه د جمعې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس ??ښې وشوه۔ غونډه ??ښې د حكومت لخوا د انرژۍ كمبوت لرې كولو عزم ترمخه د توان څانګې ته خاص پام لرنې كولو سره د څلورو منصوبو منظوري وركړی شوه۔ايكنك پھ سوئېلي سيمه ??ښې د برېښنا رسنې ښه والي له د 220 كے وي ګدو۔سي ټرانسمېشن لائن جوړولو منظوري وركړه۔پھ دې به 8 اربه 36 كروړ 60 لك روپۍ ??صرف كولې شي۔د 500 كے وي لاهور سب سټېشن او ټرانسمېشن لائن منظوري هم وركړی شوه۔پھ دې به 20 ارب 37 كروړ 20 لكه روپۍ ??صرف كولې شي۔ايكنك د 1410 مېګاواټ تربېلا۔5 پراختيا منصوبې څخه د برېښنا د پیداوار هم منظوري وركړه۔په دې به 4 ارب 14 كروړه روپۍ ??ګښت راځي دغسې د 1224 مېګاواټ هوا څخه د برېښنا جوړولو جهمپر منصوبې هم منظوري وركړی شوه٬په دې به 10 ارب 75 كروړ او 20 لكه لګښت راځي۔پھ غونډه ??ښې د سماجي٬تعليم٬ټرانسپورټ٬مواصلات او د اوبو وسائلو په اړه د پروژو منظوري وركړی شوه۔ايكنك د وزيراعظم لېپ ټاپ سكيم فيز تهري منظوري هم وركړه۔وزيراعظم د لوړو زده كړو كميسون ته هدايت وكړو چې ټولو اهل زده كوونكو ته دې لېپ ټاپ وركړی شي۔پھ دې منص??به به 21 ارب 33 كروړ او 50 لكه روپۍ ??صرف كولې شي دغسې ايكنك د فېصل آباد ښار لپاره د اوبو په وسيلو ??ښې د پراختيا منصوبې فيز ټو هم منظوري وركړه او پھ دې به 14 ارب 63 كروړ 60 لكه روپۍ ??ګښت راځي۔ غوڼډه ??ښې د افغان زده كوونكو لپاره 3 زره د علامه اقبال وظائفو منظوري وركولو سره وزيراعظم د لوړو زده كړو كميسون ته امر وكړو چې دا منص??به دې د پينځو كلونو په ځاې په دريو كلونو ??ښې بشپړه كړې شي٬په دې منص??به به 7 اربه 35 كروړ 20 لكه روپۍ ??صرف راځي۔ غونډه ??ښې د كوئټه ډهاډهر موټروے سېشن بحالولو اپ ګرېډېشن او د پراختيا هم منظوري وركړی شوه۔په دې به 7 اربه 11 كروړه 50 لكه روپۍ ??صرف كولې شي۔وزيراعظم د كے پي كے حكومت ته هدايت وكړو چې د كېلاش قبيلې د تهذيب ساتنه دې د سول سوسائ??ۍ او غېر سركاري تنظيمونو سره په ګډه باوري كړې شي۔ دغسې كمېټۍ د مالاكنډ ټنل پھ جوړولو او په ډيزائنګ د 16 اربه 55 كروړ 40 لكه روپو مصرف كولو منظوري وركړه ۔د پاكستان رېلوے لپاره د 230 مسافر كوچېز اخستو هم منظوري وركړې شوه او په دې به 31 ارب 19 كروړ 40 لكه روپۍ ??ګي۔د بلوچستان خاران ضلع ??ښې د بند جوړولو منظوري وركړی شوه او پھ دې به لس اربه 51 كروړ او لس لكه روپۍ خرڅ كولې شي۔