اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د پېښور په حيات آباد سيمه كښې ځان??رګ?? بمي چاودنه كښې د ايډېشنل انسپكټر جنرل (اے آئي جي) هېډكوارټرز محمد اشرف نور شهيد او پينځه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي ۔د پېښور پوليس مشر طاهر خان مېډيا ته ووئيل چاودنه ځان??رګ?? بر??د ؤ او هدف اشرف نور ؤ۔چاودنه هغه مهال وشوه كله چې ځانمرګي بريد كوونكې د چاودېدونكو توكو څخه ډك موټر سائيكل د ايډېشنل آئي جي ګاډي د زرغوني جومات سره نزدې ټكر كړو ۔د پوليس اے آئي جي د كور نه ډيوټۍ لپاره روان ؤ ۔په چاودنه كښې ګاډې پھ بشپړ تباه شوې او ژوبل شوي اهلكار د حيات آباد مېډيكل كمپلېكس ته رسولې شوي چې پكښې د يو حالت نازك ??ود??ې شوې۔د بم ډسپوزل سكواډ له مخې په چاودنه كښې د 15 نه تر 20 كلوګرامه چاودېدونكي توكي كارولې شوي۔د پیښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه محاصره كړ?? او د لټون عمليات يې پېل كړي ۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف٬د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د وزيراعظم صلاحكار امير مقام٬د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب٬د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان او د پي پي پي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د چاودنې سخته غندنه كړ?? ده او د ارواښاد بخښنې لپاره يې دعا كړ??۔