اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره د آسي??ئي پرمختي??ئي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد د نهې په ورځ په وزارت كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال پاکستان كښې د آسي??ئي پرمختي??ئي بانك د بېلا بېلو منصوبو او د پروګرامونو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خزانې وزير ووئيل د پاكستان درجه بندۍ ښه كېدو او تېرو څلور كلونو كښې د حكومت لخوا د شوو اقتصادي اصلاحاتو په نتيجه كښې آسي??ئي پرمختياېي بانك پاكستان كښې د شخصي څانګې هلو ځلو لپاره حد د 70 كروړه ډالرو نه يو ارب 70 كروړه ډالره كړې شوې چې له مخې به ئې شخصي څانګې ته اضافي وسائل ترلاسه شي۔ د آسي??ئي پرمختي??ئي بانك اېګزېكټو ډائرېكټر سميد سعيد ووئيل دا وخت د قرضونو وېش لوړې كچې ته رسېدلې ۔ د خزانې وزير پاكستان كښې پرمختي??ئي پروګرامونو لپاره د بانك د پرله پسې مرستې ??تائنه وكړه۔ ده د چين په ارومچي ښار كښې د بانك صدر تاكا هيكي نكاٶ سره د خپل اوسني ملاقات ذكر كولو سره سميع سعيد ته ووئيل د ھغې ملاقات د خبرو اترو په رڼا كښ?? دې معاملات نور مخ په وړاندې بوتللې شي او اقدامات دې وشي