اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي امريكا او د سيمې هېوادونه مقبوضه کشمیر كښې د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو مخنيوي له بايد خپل كردار ولوبوي۔ د رېډيو پاكستان ترمخه يوه مرك?? كښې ده ووئيل منطق?? كښې امن لپاره پاكستان هند سره په مستقلو بنيادونو مذاكرات غواړي خو دې لپاره به هند له د پولې نه پورې اړخ ته راپارونكې كاروائۍ بندول وي كومو كښې چې يو شمېر وګړي مړه او ژوبل شوې دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډ?? كښې دا وړاندېز وركړې چ?? مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو راپور جوړولو لپاره دې نړيواله اداره خپل يو خاص استازې وټاكي۔ ده وئيل د سوئيلي آسيا منطق?? كښې امن لپاره پاكستان د سارك خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې هم غږ پورته ك??ې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګرد هېواد كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ دوام دار وي۔