اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د سائنس او ټېكنالوجي په اړه د او آئي سي مشرانو وړومبۍ غونډه كښې ګډون له د خالي په ورځ په څلور ورځنۍ دوره د قزاخستان پلازمينې آستانه ته ورسېد۔ دوه ورځنۍ د مشرانو دا غونډه (نن) د اتوار په ورځ د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې پېل كېږي۔ د قزاخستان د دفاع وزير بېت اتم كولوف ??و د آستانه دوهم ميئر امان شائف يرمك په هوائي مېدان اولس مشر ممنون حسېن او اولنۍ مېرمنې ته تود هركلې ووې۔ آستانه كښې د پاكستان سفير عبد السالك ??و د سفارت نور چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ په روايتي جامو كښې يو قزاخې ماشومې اولس مشر ته ګلونه وړاندې كړل ??و د خاص ګارډ يوې ډلې ده ته سلامي وركړه۔ هيله ده چ?? اولس مشر به د غونډې په مهال د قزاخستان وزيراعظم ??و د تركيه او بنګله دېش خپلو همڅنګو سره ملاقات هم وكړي۔ دا د خپل نوعيت اولنۍ غونډه ده كومه كښې به چ?? د روغتيا ٬ تعليم ٬ تحقيق ٬ موسمياتي بدلون ٬ خلائي تحقيق او پرمختګ لپاره په مهمو چارو غور كولے شي۔