پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د پاکستان وسله وال ځواكونه په افغانستان كښې د ټي ټي پي د محفوظ پټنځايونو او په ازادانه كاروائيو د سخت تشويش څرګندونه كولو سره د دې توقع څرګندونه كړې ده چې افغان لنډ مهاله حكومت به په حقيقي معنو كښې او په دوحه لوظنامې كښې د شوې لوظونو له مخې د كوم هم هېواد په ضد د ترهګرۍ ارتكاب لپاره د خپلې خاورې د استعمال اجازه ورنه كړي، دا ډول بريدونه د برداشت وړ نه دي٬ د پاكستان امنيتي ځواكونو لخوا به موثره ځواب وركولې شي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د کوئټه ګيريژن دوره كړې چرته چې دوي ته په ژوب كښې د ترهګرۍ په شوي بريد بريفنګ وركړې شو۔ سرلښكر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او په كوئټه سي اېم اېچ كښې ئې د ژوبل شويو ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه او قام لپاره د دوي د خدماتو او عزم ئې ستائنه وكړه، د پاکستان وسله وال ځواكونه په افغانستان كښې د ټي ټي پي د محفوظ ژالو او په ازادانه كاروائيو د سخت تشويش څرګندونه كړے ده٬ هيله لرو چې افغان لنډمهاله حكومت به په حقيقي معنو كښې او د دوحه لوظنامې د شوې لوظونو له مخې د كوم هم هېواد په ضد د ترهګرۍ ارتكاب لپاره د خپلې خاورې د استعمال اجازه ورنه كړي٬ په پاکستان كښې د ترهګرۍ په كاروائيو كښې د افغان وګړو ملوث كېدل يوه اهمه مسئله ده كومې ته چې پام كولو ته اړتيا ده٬ دا ډول بريدونه د برداشت وړ نه دي٬ د پاكستان امنيتي ځواكونو لخوا به موثره ځواب وركولې شي۔ آئي اېس پي آر ووئيل د ترهګرو په ضد عمليات به د كوم ځنډ نه غېر جاري وي او وسله وال ځواكونه به تر ھغې په قلاره نه كېښني تر څو چې د ترهګرۍ لعنت د هېواد نه خاتمه نه وي شوې۔ د دې نه وړاندې د كوئټه كور كمانډر د سرلښكر جنرال عاصم منير كوئټه كور ته په راتګ تود هركلے وكړو