چشمه۔5 منصوبې سره به هېواد كښې د كلين٬ موثره او د ارزان توان په وده كښې مرسته وشي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دستورې ته وېنا

image

ميانوالي 14 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د 3 اربه 48 کروړ ډالرو ماليت د 1200 مېګاواټ وړ د چشمه۔5 منصوبې د بنياد تيګه كېښوده كومه چې به د اووو نه تر اتو كالو په موده كښې ترسره كېږي٬ د جون په 30مه نيټه كال 2023 كښې د وزيراعظم په موجودګۍ كښې د چائنا نېشنل نيوکليئر کوآپريشن اوورسيز لميټډ (سي اېن او اېس) او د پاکستان اټامک انرجي کمېشن (پي اے اي سي) ترمېنځه د تفاهم په يادښت لاسليك شوې ٶ۔ د جمعې په ورځ د بنياد تيګه كېښود ستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل كلين اېنډ ګرين او د توان ارزانې ذريعې دې د هېواد د توان ضرورتونو له مخې د ټاكلې موده څخه وړاندې ترسره كړې شي، دا منصوبه يو لوے سنګ ميل او د دوه عظيم دوست هېوادونو چين او پاكستان ترمېنځه د مرستې علامت دے٬ منصوبې سره به هېواد كښې پاكې٬ موثره او د نسبتاً ارزان توان په وده كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل د څو كالو وقفې نه پس د سي پېك په منصوبه كار يو ځل به په تيز رفتارۍ سره روان دې۔ ده ووئيل د چشمه۔5 لوظنامه ترسره كولو كرېډټ اتحادي حكومت او اېس ډي پي ته ځي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ مخالف هر خوا دا ډنډورې خپروي چې پاكستان ديواليه كېدونكې دې خو مونږ يوازې په 15 مياشتو كښې ټول خنډان لرې كړل، د حکومتي ډلې د ستړو په نتيجه كښې د پاكستان د ديواليه كېدو خطر په بشپړه توګه ختم شوې دي۔ وزيراعظم ووئيل د آئي اېم اېف د پروګرام څو ورځې وړاندې منظوري شوې او په 48 ساعتونو كښې د پاكستان وروڼو هېوادونو سعودي عرب٬ متحده عرب امارات لخوا 4.5 اربه ډالرو نه علاوه آئي اېم اېف څخه يو ارب شل كروړه ډالره منتقل شوې دي، څلور مياشتې وړاندې د چين حكومت او کمرشل بېنکونو څخه پاكستان ته 5 اربه ډالره رقم رالېږلې شوې۔ وزيراعظم د چين صدر شي جن پنګ، د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د متحده عرب امارات صدر محمد بن زيد النهيان ته په سخت وخت كښې په مرسته كولو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د اتحادي حكومت او زما د سنجيده هڅو په نتيجه كښې د چين كمپنو د منصوبې لګښت 18-2017 كښې ھغه وخت د مسلم ليګ نون حكومت سره په ترسره شوې كچه ساتلې او په دغه كښې اوسطاً د لس فيصده ګرانۍ لګښت اضافه شامل نه ده او زما په وېنا پاكستان ته د 30 اربه روپو ډسكاٶنټ هم وركړې شوې كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خلوص د جذباتو عكاسي كوي٬ په دې موقع د چين د پلاوي مشر پنګ چنګ شوئے هم وېنا وكړه۔ د چائنا نيوكليئر كمېشن چيئرمېن په دې موقع وزيراعظم ته سووېنېئر وړاندې كړو۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال، د توان وزير انجينئر خرم دستګير خان او د پاکستان اټامك انرجي اېجنسۍ چيئرمېن ډاکټر راجه علي رضا هم موجود ٶ۔ په دې موقع د پاكستان اټامك انرجي كمېشن منصوبو پحقله دستاوېزي فلم هم وښودلې شو۔

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں