صدر مملکت سره فلپائن نومولي شوي سفيرې وليدل

image

اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سره د فلپائن نامزد سفيرې ماريا سروينټس ليدلي۔ د ملاقات په مهال خپلو خبرو صدر ووئيل چې پاكستان فلپائن سره د مرستې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې پراخه كول غواړي۔ ده د پاكستان او فلپائن ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارتي او معاشي اړيكو لا متنوع كولو لپاره د مرستې د نوې لارو د لټولو په ضرورت زور رواړو۔ په دې موقع سفير خپل سفارتي سند هم صدر مملكت ته وړاندې كړو۔ صدر پاكستان لپاره په نومېدو سفير له مباركي كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې سفير به د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں