اسلام آباد 11جولائی (اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف په سټېټ بانك آف پاكستان كښې د دوه ارب ډالرو په ډيپازټ كولو د سعودي عرب مشرتابه او ورور اولس مننه كولو سره وئېلي دي د دې څخه د پاكستان د اقتصادي بحالۍ او بهترۍ په لړ كښې د وروڼو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ لخوا په پاكستان د زياتېدونكي باور عكاسي كېږي۔د نهې په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستاني اولس لخوا په سټېټ بانك آف پاكستان ګښې د دوه ارب ډالرو په ډيپازټ كولو د سعودي عرب مشرتابه او ورور سعودي اولس مننه كوم۔ ده ووئيل پاكستان لپاره د مالياتي مرستې په باوري كولو په خاص توګه د خپل ورور ولي عهد وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان هم مننه كوم۔ده ووئيل دې مرستې سره به د پاكستان د زرمبادله پنګې زياتې شي۔ده ووئيل دې څخه د پاكستان د اقتصادي بحالۍ او بهترۍ په لړ كښې د وروڼو هېوادونو او نړيوالې ورورولۍ لخوا په پاكستان د زياتېدونكي باور عكاسي كېږي۔ده ووئيل مونږ د پاكستان معيشت كښې بهترۍ لپاره د ټولو ضروري ګامونو پورته كولو عزم لرو۔ده په دې لړ كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير هم مننه وكړه او د دوي د كردار يې ستائنه وكړه