وزيراعظم محمد شهباز شريف سره سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه الوداعي ملاقات كړو

image

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د ګل په ورځ الوداعي ملاقات كړے ۔وزيراعظم د جنرل قمر جاوېد باجوه د پاك پوځ٬ د هېواد دفاع او قامي مفادات لپاره د خدمات ستائنه وكړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د جيو اکنامکس اهميت پحقله د جنرل قمر جاوېد باجوه د کردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د فېټف ګرے لسټ څخه د پاکستان نامه ويستل، د کرونا وباء او د سېلاب پشمول په بېلا بېلو بحرانونو كښې د جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې پاك پوځ مثالي خدمات ترسره كړي دي، د ترهګرۍ لعنت مخنيوي لپاره د جنرل قمر جاويد باجوه په قيادت كښې پاك پوځ مېړنے كردار تر سره كړے ۔ ده ووئيل جنرل قمر جاوېد د تاريخ په سخت وخت كښې د پاك پوځ مشري كړې٬ د پاكستان دفاع ناقابل تسخير جوړولو كښې جنرل باجوه كليدي كردار لوبولے۔ ده ووئيل په پېچلي سيمه ايز صورتحال كښې جنرل قمر جاوېد باجوه د قائدانه كردار په سبب د امنيتي چېلنجونو مخنيوي له د سمت تعين شوے۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان معاشي قوت جوړولو لپاره به ټولو سياسي قوتونو له په ميثاق معيشت لاسليك كولو سره د اجتماعي زيريكتيا څرګندونه كول وي ۔ وزيراعظم سرلښكر سره په خبرو كښې ووئيل تاسو ته د نړۍ د بهترين پوځ د قيادت اعزاز ترلاسه دے۔ د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د قامي چارو په ترسره كولو كښې په بشپړه مرسته د وزيراعظم مننه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د جنرل قمر جاويد باجوه په درناوي كښې د غرمې مېلمستياﺀ هم وركړه۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں