اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د حکومت د اتحادي ګوندونو مشرانو آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې واك وزيراعظم شهباز شريف له وركړے دے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اتحادي ګوندونو د مشرانو غونډه په وزيراعظم هاٶس كښې شوې٬ غونډه د آئيني تقرريو پحقله په يو نكاتي اېجنډا شوې٬ ټولو اتحادي ګوندونو د آئيني تعيناتو په اړه د پرېكړې اختيار وزيراعظم شهباز شريف له وركړے او په وزيراعظم شهباز شريف ئې د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلې دي تاسو چې كومه پرېكړه كوې مونږ به ستاسو سره ولاړ يو٬ پخواني صدر او د پيپلز پارټۍ شريك چيئرمېن آصف علي زرداري غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل تاسو وزيراعظم ئې او آئين دا اختيار او استحقاق تاسو له دركړے٬ دغسې په مشاورت كولو اتحادي ګوندونو د وزيراعظم مننه وكړه٬ وزيراعظم شهباز شريف په باور څرګندونه د اتحادي ګوندونو او د دوي د مشرانو مننه كړې