اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي)حكومت د پیټروليم مصنوعاتو بيعې په ځاې ساتلو پريكړه كړې۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د نهې په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په هدايت او مشاورت څخه حكومت د پیټروليم مصنوعاتو موجوده بيعې په ځاې ساتلو پريكړه كړې۔د خزانې وزير ووئيل چې تر راتلونكو 15 ورځو د پیټروليم مصنوعاتو موجوده بيعه به په ځاې ساتلې شي۔د خزانې وزير ووئيل چې سټېټ بانك او نېشنل بانك آف پاكستان د وفاقي شرعي عدالت سود په اړه د پريكړې په ضد خواستونو بېرته اخستلو لپاره نن په عدالت عظمی كښې په باقاعده توګه خواستونه هم دائر كړې۔