اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د سمندر پورې پاكستاني وګړو ٬ پرمختګ او بشري وسائلو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري د بېلو هېوادونو په لس ورځنۍ سركاري دوره روان شوے دے هغه به د خپلې دې دورې په مهال نسوئټزرلېنډ، رومانیه، یونان او پرتګال ته ځي چرته به چې هغه اړوندو چارواكو او پاكستاني كميونټيز سره ملاقاتونه كوي۔ د دې دورې مقصد بېلو هېوادون كښې پاكستاني وګړو لپاره د روزګار موقعې لټول ٬ د اړوندو هېوادونو چارواكو سره د پاكستاني كميونټي په مسئلو خبرې كول او دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركول دي۔ وفاقی وزیر ساجد حسین طوری به جنېوا كښې د انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن ډي جي سره هم ملاقات كوي او ده سره به پاكستان كښی د اوسني سېلاب د لاسه د ځپلې شويو مزدورانو د بحالۍ او مرستې په اړه خبره كوي۔ وفاقی وزیر ساجد حسین طوری په لس ورځنۍ دوره روانېدو نه وړاندې خپل بيان كښې ووئيل رومانیه، پرتګال، اټلی، یونان او او نور لويديز هېوادونو په لويه كچه افرادي قوت ته اړتيا لري او مونږ دې هېوادونو ته د پاكستان وركرز او پروفېشنلرز لېږلو له د لوظنامو كولو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د وېزو ترلاسه كول او د امېګرېشن عمل آسان جوړولو له به د اړوندو هېوادونو چارواكو سره خبره كو دغسې چې په وخت كښې پاكستانې لېبر فورس دغې هېوادونو ته ولېږلې شي۔ ده ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو د لاسه پاكستان ته په مالي كال 22 كښې د 31 اربه ډالر نه زيات ترسيلات زر ترلاسه شوي كوم چې د هېواد د معيشت يوه لويه برخه ده۔ ده ووئيل زمونږ ترجيح سمندر پورې پاكستانيانو ته زياتې نه زياتې آسانۍ وركول دي او په دې لړ كښې مونږ کمیونټی وېلفېئر اتاشیانو ته احكامات جاري كړې دي۔