لاهور۔12نومبر(اے پی پی) اولنۍ مېرمنې ثمينه عارف علوي د خالي په ورځ په جوهر ټاؤن كښې د ذهني معذور كوچينانو لپاره د خصوصي زده كړو او تربيې مركز سپېشل اېجوکېشن اېنډ ټرېننګ سنټر(SETC) وكړه او دغلته يۍ خصوصي كوچنيانو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔ په دې موقعه دې د انسټي ټيوټ بېلو برخو دوره وكړه او دلته زده كړې ترلاسه كوؤنكو كوچنيانو سره يۍ خبرې وكړې۔ اولنۍ مېرمنې د خصوصي كوچنيانو د لاس جوړ كړې شويو څيزونو لګولې شويو سټالونو جاج هم واخست او د دوئي كار يۍ وستائلو۔ دې انتظاميې ته مشوره وركړه چې د زده كوؤنكو د لاس جوړ كړې شوي دا څيزونه دې ماركيټ ته وړاندې كړې شي دغسې چې د آمدن په چېلنج قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې نه وړاندې ذهني معذور كوچنيانو خاص پرفارمنس وړاندې كړل او يوې بلې ډلې د اولنۍ مېرمنې په راتګ پرېډ مارچ وكړو۔