صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د قامي كركټ ډلي له فائنل كښې کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه

image

اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) صدرمملکت ډاکټر عارف علوي د کرکټ ډلي د اړخه ښه كاركردګي ستائلو سره فائنل كښې کاميابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ده۔د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل د پاکستان کرکټ ډلي لوبغاړو شاهين آفريدي،بابراعظم،محمدرضوان او زمونږ د سباؤن ښه لوبغاړي محمد حارث د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړي۔ده ووئيل ګرين شرټس يقينا زمونږ لپاره د وياړ وړي دي۔ فائنل لپاره زمونږ نيكي هيلي او دعاګاني هغوي سره دي، انشاءالله كاميابي به ترلاسه كوو۔

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں