د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكتر فردوس عاشق اعوان د يوټېلټي سټورونو اېم ډي سره خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP44-06 ISLAMABAD: May 06 – Dr. Firdous Ashiq Awan, Special Assistant to the Prime Minister for Information and Broadcasting addressing a press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكتر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د رمضان پیكج ترمخه د دوه اربه روپو سبسډي لپاره ګرانټ جاري كړې شوې٬په ټول هېواد كښې به 4 زره 300 څخه زيات يوټېلټي سټورونه اوړه٬چيني٬غوړي٬تېل٬دالونه٬ كهجورې او د وريژو پشمول 19 څيزونه د ماركيټ څخه په كمه بيعه ترلاسه كېږي٬د چوكو د وېشلو څخه څرګنده شو٬چې مسلم ليګ(ن)يو سياسي ګوند نه بلكې پرائيوېټ لمېټډ كمپني ده او هغوي قام ته وئېلي دي چې ګوند خپل جائيداد او ميراث ګڼو٬دا د جمهوريت په ضد او جمهوريت سره مزاق دې٬د هېواد د اوسنو ستونزو ذمه وار تېر حكمرانان دي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د يوټېلټي سټورونو منيجنګ ډائرېكټر عمر لودهي سره په ګډه خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې وكړه۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان د روژې مباركې په پیل د وزيراعظم عمران خان او د حكومت د اړخه د پاكستان اولس او ټولو مسلمانانو له مباركي وركولو سره ووئيل په دې مياشت كښې دې د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له خاص دعاګانې وغوښتلې شي۔دې ووئيل د روژې مباركې مياشت د نن نهې ورځې څخه پیل كېږي٬په هېواد كښې په دې مهال د خوراك څښاك د څيزونو په بيعه كښې د زياتوالي رجحان رامخې ته دے٬په هېواد كښې روژې مباركه كښې طلب او رسد كښې فرق زيات وي چې له امله يې د څيزونو بيعې زياتېږي۔د دې صورتحال تر مخه وزيراعظم عمران خان يوټېلټي سټورونو له د ضرورت په څيزونو د سبسډي وركولو سپارښتنه كړی ده ۔ دې ووئېل په دې لړ كښې به 19 ضروري څيزونه په ارزانه بيعه اولس ته ترلاسه كېږي۔وزيراعظم يوټېلټي سټور كارپورېشن ته پھ دې لړ كښې د كردار ترسره كولو سپارښتنه كړې۔دې ووئيل وزيراعظم په دې معامله كښې خاص خوښي لرلې۔هغه د ټولو صوبو او اړوندو چارواكو سره غوندې كړي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم د رمضان پېكج ترمخه د دوه اربه روپو سبسډي وركولو اعلان د وړاندې څخه كړې۔د دې لپاره ګرانټ جاري كړی شوې۔دې ووئيل د روژې مباركې مياشت په وړومبنو لسو ورځو كښې په عمومي توګه په سټورونو د وګړو ګڼه ګوڼه وي چې له امله يې پھ ځينو ځايونو د خوراك څښاك څيزونو كښې ستونزې رامخې ته كېږي خو دغې لپاره هم يوه تګلار وضعه كړې شوې۔دې ووئيل وزيراعظم په خپله د دې صورتحال څارنه كوي او هغه خاص سپارښتنه كړې چې په رمضان پېكج دې په ښه ډول عمل وكړی شي۔دې ووئيل تېر وخت كښې د 1.6 اربه روپو رمضان پیكج اعلان شوې ؤ په هغې كښې فنډز لېپس شوې وو ځكه چې يوټېلټي سټورونو هغه استعداد نه لرلو۔دا ځل د دې خبرې خاص خيال ساتلې شوې چې د سبسډي لپاره بېلې كړی شوې روپۍ به په اولس خرڅ كولې شي۔د اطلاعات مرستيالې ووئېل څو ورځې وړاندې د جمهوريت ادعا كوونكې سياسي ګوند د ګوند چوكۍ وېشلې د كومې څخه چې څرګنده شوې چې دغه ګوند د يو سياسي ګوند په توګه نه د پرائېوېټ لمېټډ كمپني په طرز چلولې شي۔دې ووئيل هغوي قام ته دا وئېلې دي چې مونږ ګوند جائيداد او ميراث ګڼو۔دې ووئيل الېكشن كمېشن دا واضحه كړی چې كوم هم سزا شوې كس د ګوند يا اولسي چوكۍ لپاره به اهل نه وي۔مريم نواز د ګوند پھ چوكۍ اخستلو مسلم ليګ(ن)د الېكشن كمېشن د قوانين خلاف ورزې كړی۔د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل احتجاج د اپوزېشن حق دے٬د اولس خبره ايوانونو ته وړاندې كول د اولسي نمائندګانو ذمه واري وي خو اپوزېشن دې قام ته اووائي چې پاكستان دې حالت ته چا رسولې۔دې ووئيل هېواد ستونزو سره مخ دے ٬زمونږ معيشت هم ستونزو سره مخ دے خو بايد دا خبره په ډاګه شي چې هېواد دې حالت ته چا رسولې۔ ډلاكټر فردوس عاضق اعوان ووئېل وزيراعظم عمران خان او د هغه ډله چې په كوم عزم كار كوي ډېر زر به ئې نتيجې رامخې ته شي خو چې حكومت له لږ وخت وركړې شي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق
متعلقہ مضامین
مزید خبریں