د پاکستان او ایران په پوله امن او استحكام زمونږ په ګټه دے٬ ځينې عناصر د اړيكو اړيكو بهتري نه غواړي۔ شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او ایران په پوله امن او استحكام زمونږ په ګټه دے٬ ځينې عناصر د اړيكو بهتري نه غواړي٬ وزیراعظم د ايران دورې په مهال د پاکستان لخوا د پورته كړې شوو اقداماتو نه ايران خبر كړې٬ د دواړو هېوادونو د امنيتي ادارو په ملاقات كښې يو شمېر اندېښنې لرې شوې ٬ مونږ ايران سره په پوله فرنټيئر رجمنټ زياتوٶ او په تربت كښې نوې هېډ كوارټر جوړٶ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونده كښې د سردار ایاز صادق لخوا د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب خارجه وزير ووئيل ايران زمونږ ګاٶنډي هېواد دے او ورسره 905 كلوميټره اوږده پوله لرو ٬ زمونږ ګټه هم په دې كښې ده چې په پوله امن او استحكام وي٬ ده ووئېل يو خوا په پاك افغان پوله او بلخوا په پاك هند پوله د بدامنۍ صورتحال رامخې ته دے ٬ په لائن آف كنټرول د هند لخوا د ډز بندۍ خلاف ورزي عامه خبره ده٬ په داسې حالاتو كښې مونږ له په درېمه پوله تاٶ تريخوالې پكار نه دے٬ ده ووئېل ځينې عناصر شته چې په پاك ايران پوله معاملې سمې نه غواړي او هر ورځ د غلط فهميو پېدا كولو هڅې كوي٬ مونږ له غلط فهمۍ لرې كول دي ۔ ده ووئيل د ايران خارجه وزير سره زما څلور ملاقاتونه شوې او مونږ هغوي د خپلو اقداماتو نه خبر كړې ٬ په دې سيمه كښې د ايران سره د ځينې اسلامي هېوادونو اړيكې نازكې دي خو پاكستان ټولو اسلامي هېوادونو سره ښې اړيكې لري٬ ده ووئېل مونږ ايران سره مرسته كړې٬ مونږ اعتماد سازۍ لپاره ګامونه پورته كړي٬ مونږ ايران سره په پوله فرنټيئر رجمنټ زياتوٶ او په تربت كښې نوې هېډ كوارټر جوړوٶ ٬ دغسې مونږ په پوله د خاردار تار لګولو پرېكړه هم كړې ده

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں