د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر كشمير سره د يوالي ورځ په موقع پېغام

image

اسلام آباد ۔ 5 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل سيمه ايز او نړيوال امن او استحكام لپاره ضروري دے۔ د كشمير مسئله يوه سيمه ايزه شخړه نه ده ٬ د خپلواكۍ حق د كشميريانو بنيادي حق دے٬ د پاكستان پارلمېنټ د كشمير مسئلې په سولييز ډول د حل كولو عزم لري۔ د نهې په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل په دې لړ كښې پارلېمنټ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه حل كولو او هندي ځواك مقبوضه وادۍ كښې ظلم او بربريت څخه منع كولو له يو شمېر قراردادونه منظور كړې دي۔ کشمیر كښې د طاقت كارولو سره د آزادۍ تحریك د پښو لاندې كېدې نه شي او نه په دې مسئله د پاكستان اصولي موقف بدلېدې شي٬ حکومت او اولس به د كشميريانو د خپلواكۍ حق له د دوئي د روانو هلو ځلو په هر فورم اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري خپل پېغام كښې ووئيل کشمیر كښې د هند لخوا د طاقت په بنياد قبضه د نوې معاشرې د اخلاقي اقدارو او د اولس د خپلواكۍ بنيادي حق په ضد ده۔ پاكستان د مظلوم كشميري اولس آواز دې او د مصيبت په هره ګړۍ كښې به دوئي سره وي

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں