د اېس ډي پي آئي د سيوري لاندې”افغان امن مذاكرات:اثرات او استحكام” په سرخط يو خاص سېمينار وكړې شو

image

اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي)د افغانستان امن خبرو اترو سره پاكستان ته زياته ګټه ترلاسه كېدې شي او په افغانستان كښې د امن بحالۍ عمل كښې د پاكستان لپاره د اعلٰی سفارتكارۍ ترسره كولو دا يوه ښه موقع ده۔د افغانستان په كورنيو سياسي چارو كښې لاس وهنه د پاكستان په ګټھ نه ده۔د دې په ځاې پاكستان په اقتصادي توګه د افغانستان مرسته كولې شي او د افغان كډوالو لپاره آسانۍ وركولې شي ٬ دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور فضاﺀ پېدا كولو له مرسته ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه 160 پوهانو د زيارت په ورځ د كوټلي پرمختګ لپاره د پالېسې ادارې د سيوري لاندې يو خاص سېمينار “افغان امن مذاكرات:اثرات او استحكام”په سرخط يو خاص سېمينار ته خطاب كښې وكړه۔پھ دې موقع پخواني خارجه سېكتر سلمان بشير٬پخواني سفير اياز وزير٬سينئر تجزيه كار امتياز ګل او د پي اېس ډي پي آئي بورډ آف ګورنر چيئرمېن او نورو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔پخواني خارجه سېكتر سلمان بشير ووئيل د افغانانو سماجي پرمختګ پلو پام لرنه نه ده شوې٬سياسي استحكام او امن بحالۍ سره سره افغانستان له اقتصادي استحكام ته هم اړتيا ده۔ده ووئيل كه د روان كال په مهال د امن خبرو اترو كښې اتفاق رانغلو نو امريكا خپل عسكر ستنولې شي كوم چې په افغانستان كښې د كورنۍ جګړې او د اړي ګړي سبب ګرځېدې شي۔پخواني سفير اياز وزير ووئيل بايد پاكستان د افغانانو په مشرۍ كښې د امن حل ملاتړ وكړي۔ده ووئيل د افغانستان صدارتي ټاكنې به سږ كال اپرېل كښې كېږي خو د افغانستان اولس او طالبان به كوم داسې سياسي نظام قبول نه كړي كوم چې د اوسني سياسي نظام سره مطابقت لري۔سينئر تجزيه كار امتياز ګل ووئيل په افغانستان كښې د امن اوسني عمل پېشرفت په تېرو څو اونو كښې قوي بدلون دې۔ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره ھڅې د ټولو سټېك هولډرز شريكه ا وسيمه ايزه ذمه واري ده۔بايد خبرو اترو كاميابولو او عمل وړ جوړولو له ايران او روس باور كښې واخستلې شي۔د اېس ډي پي آئي بورډ آف ګورنر چيئرمېن شفقت كاكاخيل ووئيل پاكستان او افغانستان پشمول ټول هېوادونه امن او استحكام غواړي٬د شريكې مرستې په حاجت زور راوړلو سره ده ووئيل پاكستان او افغانستان خپلو كښې د مېډيكل سېلګرۍ زيات صلاحيت لري او د پیښور ښار د طبي سېلګرۍ مركز ګرځېدې شي۔دواړه هېوادونه 5 بلينه ډالره تجارتي صلاحيت لري٬د اېس ډي پي آئي سينئر سلاحكار او د ريفئلنټ ډوېلپمنټ پروګرام ډائرېكټر شفقت منير ووئيل افغانستان تل د امنيت او كورني سياست په اړه د پاكستان لپاره يو مهم سفارتي چېلنج دې۔ده ووئيل د افغانستان امن عمل په يو نوې پړاؤ كښې د داخلېدو په توګه دا اميد لرلې كېدې شي چې سيمه كښې به امن او استحكام راشي

مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں