د سموګ كمېسون راپور سره به حكومت ته د موسمياتي بدلون آغيز او د آلودګۍ كمي په لړ كښې لائحه جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي

image
APP01-27 ISLAMABAD: November 27 - Advisor to Prime Minister on Climate Change Malik Amin Aslam addressing at Annual Green Office Conference organized by WWF-Pakistan. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون سلاحكار ملك امین اسلم وئيلي دي چې د سموګ كمېسون راپور څخه به حكومت ته د موسمياتي بدلون آغيز او د آلودګۍ كمي په لړ كښې لائحه جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د ورلډ وائلډ لائف فنډ (ډبليو ډبليو اېف) پاكستان تر سېوري لاندې اووم كلن ګرين آفس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل سموګ يوه سنګينه مسئله جوړه شوې٬ د ماحولياتي انحطاط له امله هېواد د جي ډي پي 6 فيصده يا 365 اربه روپۍ په كلنه توګه زيان سره مخ دے۔ ده په دې موقع د نړيوال بانك په كال 2006 كښې د پاكستان راپور حواله هم وركړه٬ ده ووئيل د دې هر څه باوجود د مسئلو هواري پلو پام نه دې شوې چې په سوب ئې هېواد او قام زيان سره مخ دے۔ ده ووېيل د سموګ كمېسون راپور يو جامع تفصيلي سند دے كوم چې بېلا بېلو محققينو او د ماحولياتو پوهانو جوړ كړې دې۔ده ووئيل اوسنې حكومت د موسمياتي بدلون او آلودګۍ مسئلو حل كولو عزم لري په دې لړ كښې ډېره شجركاري ٬ د خښتو د بهټو په روايتي طريقه د كار كولو مخنيوي٬ د خښتو د صنعت په زګ زېګ ټېكنالوجۍ د منتقل كولو ٬ د فصلونو د باقياتو سوځولو او د ګاډو د لو

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں