اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اوبو او برېښنا لنډ مهاله وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئېلي دي اوبه يو نعمت او ژوند دې٬پاكستان د قدرتي وسائلو په زړه پورې پنګې لري٬هېواد د اوبو كمي سره مخ دې٬قام د اوبو د كمي د مسائلو ادراك لري٬د منګله او تربېلا بندونو نه وروستو مونږ كوم بل بند جوړ نه كړو٬پاكستان كښې د 90 نه تر 95 فيصده اوبه د كركيلې لپاره كارولې كېږي٬د بند جوړولو سره سره اوبه د زرعي مقاصدو لپاره په غوره توګه كارولو ته اړتيا ده٬د اوبه خور او كروندې به نوې نظام خپلول وي٬كروندګرو له به فنډز وركول وي٬د باران اوبو ساتلو لپاره به زر تر زره ګامونه پورته كول وي٬د نوو بندونو جوړول به د راروان حكومت لپاره يو لويې چېلنج وي۔ده د ګل په ورځ پي آئي ډي كښې پرېس كنفرنس ته خطاب كولو چې پكښې ده هېواد كښې د اوبو كمي مسئلې مخ نيوي له لس وړاندېزونه وركړل۔ده ووئيل اوبه يو نعمت او ژوند دې٬پاكستان په زړه پورې قدرتي پنګې لري٬له بده مرغه پاكستان په نړۍ كښې د اوبو د كمي ښكار هېواد ګرځولې شوې٬پاكستان كښې ټولې اوبه 38.5 ملين ايكړه فټه د كال راځي٬په 1947 كښې زمونږ وداني 38 ملينه وه او د يو سړي لپاره شته اوبه 5260 كيوبك ميټره وې٬نن زمونږ وداني 208 ملينه ده او زر كيوبك ميټره سړي سر اوبه لرو۔ده ووئيل ښه خبره دا ده چې اوس مونږ د اوبو په اړه اګاهي ترلاسه كړې٬د حكومتونو٬پوهانو٬ټولنې او د سپريم كورټ پشمول ټولو دا احساس لرلې چې په هر صورت دا نعمت بچ كول دي۔ده ووئيل په تېرو دوو مياشتو كښې مونږ د پوهانو سره په ګډه د اوبو په مسئله غور كړې او د دغې حل لټولو مو هڅه كړې چې پكښې د دې مسئلې مخ نيوي له لس وړاندېزونه رامخې ته شوي۔ده ووئيل د پاكستان اوبه د پورته جګو سيمو نه راځي٬په 1960 كښې د هند سره سندھ طاس لوظ نامه شوې وه چې ترمخه يې درې ختيز دريابونه ستلج٬بياس او راوي د هند په برخه رسېدلي٬هغوي د دې اوبه كارولې شي۔بل خوا د چناب٬جهلم او د آباسين اوبه د پاكستان په برخه كښې راغلې۔هند په خپلو دريابونو بندونه جوړ كړي٬مونږ له په خپلو دريابونو بندونه جوړول وي چې پكښې كالاباغ هم شامل ؤ دغسې د 300 نه تر 400 نور آبائي ذخائر جوړول ؤ خو مونږ يوازې تربېلا او منګله بندونه جوړ كړل۔ده ووئيل په دواړو بندونو كښې د اوبو ګنجائش 15 ملينه ايكړه فټه ؤ٬ كوم چې اوس د خاورې په سبب 13 ملينه ايكړه فټ پاتې شوې او 138 ملينه ايكړه فټه كښې پاتې اوبه ضائع كېږي۔ده