په آزادو ٬ منصفانه او سپېځلو ټاكنو د ټولو سياسي ګوندونو سلا يوه ده۔ د سېنېټ غړي

image

اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) د سېنېټ غړو وئيلي دي چې په آزادو ٬ منصفانه او سپېځلو ټاكنو د ټولو سياسي ګوندونو سلا يوه ده۔ الېكشن كمېشن دې په دې اړه د سياسي ګوندونو او كانديدانو ګيلې لرې كړي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ غونډه كښې هېواد كښې د روانې وضعې په اړه په راوړلي شوي تحريك بحث كښې برخه اخستلو سره د مخالفې ډلې مشرې شېري رحمان ووئيل د ټاكنو عزت د هېواد عزت لپاره ډېر مهم دے۔ د اعجاز الحق په حلقه كښې ده سره كومه سياسي سودا نه ده شوې۔ دې ووئيل مونږ د انتها خوښي سوچ مخالف يو۔ وسله وال ځواك د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې په اولني صف كښې ولاړ دے۔ زمونږ هم دا كار دے چې د پاكستان دفاع وكړو۔ پیپلز ګوند ته د بلوچستان په نصير آباد سيمه كښې د جلسې اجازه وركولې نه شي۔ د بلوچستان په 6 ضلعو كښې انټرنېټ سروس معطل دے كوم به چې د جولائي تر 31 مې نېټې بند وي۔ په داسې صورتحال كښې به ټاكنې سپېځلې څنګه كېږي۔ سناتور شبلی فراز ووئيل دا غونډه يواې يو ګوند لپاره رابللې شوې۔ ده ووئيل مونږ د مسلم لیګ (ن) د آزادانه ټاكنو غوښتنې حمايت كوؤ۔ سناتور مياں رضا رباني ووئيل داخله وزير نن هم رانغلو۔ د هېواد په بېلو سيمو كښې خودكش بريدونه كېږي او كانديدان په نښه كولې شي۔ پيپلز ګوند د ټاكنو مهم څخه منع كولې شي۔ د وسله والو ځواكونو په پولنګ سټېشنونو د تعينات كېدو په اړه ښكاره ضابطه اخلاق بايد رامخې ته شي۔ دا دې ووئيلې شي چې الېکشن کمېشن د كوم رېنګ پوځي عسكر ته د مجسټرېټ اختيارات وركړې دي۔ ده ووئيل د هېواد دوه لويې سياسي ګوندونه په نښه كولې شي۔ دې سره به سپېځلې ټاكنې څنګه كېږي۔ سناتور اسد جونېجو ووئيل د مسلم لیګ (ن) د كارمندانو په ضد مقدمې د غندنې وړ دي۔ په دوه مياشتې كښې ډالر 131 روپۍ ته ورسېد۔ سناتورې ستارہ ایاز ووئيل د سېنېټ داخله كمېټۍ په غونډه كښې دې الېكشن كمېشن د ټول صورتحال څخه خبر كړې شي۔ ډاکټر اشوک کمار ووئيل د يو ګوند نه سوا ټول سياسي ګوندونه وائي چې ټاكنې آزادې ٬ منصفانه او سپېځلې كولې شي۔ سناتور نقیب اللہ بازئی ووئيل مونږ هم هغه كار كوؤ كوم چې دښمن هېوادونه او ادارې غواړي چې پاكستان كښې بايد آزادانه ٬ منصفانه او سپېځلې ټاكنې نه وي۔ سناتور پروېز رشيد ووئيل د اسلام آباد كانديد انجم عقيل ته د ټاكنو څخه 4 ورځې وړاندې نوټس ترلاسه شوې۔ حنیف عباسی ګټونكې كانديد دې ولې دده په ضد د 7 كالو څخه د روان كېس پرېكړه اورولې شي۔ سېنېټ كښې د ايوان مشر راجه ظفر الحق ووئيل سپېځلې ټاكنو كولو له لنډ مهاله حكومت جوړ كړې شوې۔ دوئي نه مو هيلې لرلې چې دوئي به په قانون عملدرآمد كول باوري كړي۔ د نواز شريف هركلي له لاهور كښې اولس په سوله اييز ډول راوتلې وو ولې لنډ مهاله حكومت ددوئي په ضد سخت كرېك ډاؤن وكړو۔ زمونږ كارمندان لاهور ته تلو څخه منع كړې شول۔ نواز شریف او دده لور سره د بېرته راتګ په مهال ناروا سلوك وكړې شو۔ زندان كښې هم دوئي سره ناوړه سلوك روان دے۔ زما په ضد وړاندې هم مقدمې درج كړې شوي۔ دې لنډ مهاله حكومت هم زما په ضد مقدمه درج كړې۔ خلقو كښې غصه او كركه پیدا شوه ولې مونږ سره د اولس خواخوږي پېدا شوې۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں