د اطلاعات ٬ قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر سید علي ظفر سره د اروپائي ائتلاف الېكشن آبزرور مشن وليدل

image
APP23-19 ISLAMABAD: July 19 - EU Election Observation Mission Pakistan called on Syed Ali Zafar, Federal Minister for Law and Justice. APP

اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر سره د اروپائي ائتلاف اليكشن آبزرور مشن ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير ووئيل د لنډ مهاله حكومت وړومبۍ ترجيح هېواد كښې پاكې ٬ سپېځلې ٬ بې پرې او په وخت ټول ټاكنې باوري كول دي۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف اليكشن آبزرور مشن پاكستان دوهم چيف آبزرور دميترا لونو د آبزرور په كردار او د مشن د مجوزه هلو ځلو پحقله بريفنګ وركړو ۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول د اروپائي ائتلاف آبزرور به ټولو صوبو كښې موجود وي ٬ په مجموعي توګه 120 مبصرين به د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د ټاكنو د عمل ٬ د قانوني فريم ورك جاج اخلي او په نړيوال قوانين د عملدرآمد د معيار به نګراني كوي۔ مبصر ډله به د جولائي په 27مه نيټه خپل ابتدائي اپور وړاندې كوي ا د دې نه س به حتمي راپور شائع كوي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې لنډ مهاله وزير سيد علي ظفر ووئيل نګران حكومت به پاكستان كښې د سوله ايزو٬ پاكو ٬ سپېځلو او په وخت ټولټاكنو لپاره د ټاكنو كمېسون بشپړه معاونت كوي۔ ده پلاوي ته باور وركړو چې د كال 2018 ټاكنو لپاره ټولو سياسي ګوندونو ته يو برابر موقع وركولې كېږي۔ ده ووئيل پاكستان به د اروپائي ائتلاف د مشن د ټاكنو عمل لا ښه كولو لپاره د تجويزونو او سفارشانو هركلے كوي۔ ده ووئيل پاكستان د وړاندې نه په يو شمېر نړيوال كنونشنز عملدرآمد كوي او اطلاعات ته رسنې له د يو اېكټ د لارې اقدامات كوي۔ سید علي ظفر ووئيل نګران حكومت د بشري حقونو ودې او تحفظ په ځائ ساتلو او د بشري حقونو او ښه حكمرانۍ لپاره په نړيوالو كنوونشنز عملدرآمد كوي۔ ده ووئيل لنډمهاله حكومت ټولنه كښې مهم كردار لوبولو لپاره مېرمنو ٬ بې وسو او محروم طبقاتو ته لا موقعې وركوي۔ په دې موقع د قانون او انصاف وزارت لوړ پوري چارواكي هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں