د ټولټاكنو په ورځ زياتو هلو ځلو ، چمتو پاتې كيدو او رابطو زياتولو ته اړټيا ده دغسې چې د پولنګ عمل په ښه او امناكه ډول ترسره شي

image

لاهور 19 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دي د ټولټاكنو په ورځ زياتو هلو ځلو ، چمتو پاتې كيدو او رابطو زياتولو ته اړټيا ه دغسې چې د پولنګ عمل په ښه او امناكه ډول ترسره شي، د سیاسی قیادت او کارنر مېټنګ كښې د ګډون كونكې اولس تحفظ او سلامتیا باورې كولو ته بايد پام لرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څركندونه ده په خپله مشرۍ كښې د لاهور پھ ګورنر هاؤس كښې د امن او امان صورتحال او د 2018 ټولټاكنو په موقع امن او سلامتیا باورې كولو له د تیاریو جاج اخستو غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پنجاب لنډ مهاله وزیراعلیٰ ډاکټر حسن عسکری رضوی، د پنجاب لنډ مهاله داخله وزير شوکت جاوید،د بلديات وزیر ظفر محمود، د اطلاعات او كلتور صوبائی وزیر احمد وقاص ریاض، چیف سیکتر اکبر حسین درانی، آئی جی پولیس کلیم امام، صوبائی چیف الیکشن کمشنر ظفر اقبال حسېن او نور سینئر سرکاری عهدیدارو ګډون وكړو ۔ د پنجاب چیف سیکتر اکبر حسېن درانی د غونډې په مهال صوبه كښې د ټولټاكنو عمل په مهال د سلامتیا او امن صورتحال باورې كولو له د صوبائی حکومت د اړخه شوې انتظاماتو پھ اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔ ده وزیراعظم د صوبې په بيلو سيمو كښې د ترهه ګرۍ منصوبه بندی شنډولو کامیابیو په اړه هم خبر كړو۔ وزیراعظم صوبه كښې امن باورې كولو له د هغه هڅې او په دې لړ كښې د قانون نافذ کوونكو ادارو ترمينځه رابطې وستائلې۔ وزیراعظم ووئيل د ټولټاكنو په ورځ زياتو هڅو ، چمتو پاتې كيدو او د رابطو ودې ته اړټيا ه دغسې چې د پولنګ عمل په ښه او امناكه ډول ترسره شي، ده ووئېل د سیاسی قیادت او کارنر مېټنګ كښې ګډون كولنكې اولس تحفظ او سلامتیا باورې كولو ته بايد پام لرنه وكړې شي۔ وزیراعظم پھ دې خبره زور راوړو چې د 2018 ټولټاكنو په اړه مرتب کړې شوي ضابطه اخلاق او امنيتي پروټوکول باندې په سختۍ سره عملدرآمد له به انتظامیې ته سیاسی قیادت سره نزې رابطې ساتل وي۔ د پنجاب وزیراعلیٰ حسن عسکری رضوی وزیراعظم له باور وركړو چې صوبائی حکومت خپله آئینی ذمه داری پورا کولو سره آزادو، سپيځلو او غیر جانبداره ټاكنې باورې كولو له لوظي دے۔دې څخه وړاندې وزیراعظم د ګورنر، د پنجاب وزیراعلیٰ او صوبائی کابینې غړو سره غونډه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں