راتلونكې ټولټاكنې به زمونږ د سياسي تاريخ مهم موړ ثابت شي

image
APP06-20 KARACHI: June 20 - Caretaker Prime Minister Justice (Retd) Nasir-ul-Mulk chairing a meeting on law and order and the arrangements being made for ensuring free, fair and peaceful elections at Governor House. APP

کراچی 20 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك وئيلي دي راتلونكې ټولټاكنې به زمونږ د سياسي تاريخ مهم موړ ثابت شي٬ د اولسي ترجيحاتو له مخې حكومت جوړول او د اقتدار منتقلي به د جمهوري رواياتو له مخې باوري كولې شي٬ لنډ مهاله حكومت انتخابي عمل ٬ انتظامي معاملې په ښه ډول چلولو او د جمهوري رواياتو له مخې نوې حكومت ته اقتدار منتقل كولو لپاره بشپړه اقدامات كوي۔ د ګورنر هاٶس نه د جاري شوي اعلاميې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه لنډ مهاله وزيراعظم د شورو په ورځ د سندھ ګورنر محمد زبېر سره ملاقات كښې كرې ٬ د ملاقات په مهال د جولائي په 25مه نيټه كېدونكې ټولټاكنې٬ پاكې٬ منصفانه او سپيځلې جوړولو لپاره اقدمات٬ صوبه كښې ټولو سياسي ګوندونو ته په ټولټاكنو كښې د برخې اخستو يو ډول موقعې وركولو او د پولنګ په ورځ امن او امان باوري كولو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړې شوه۔ د ملاقات په مهال ټولټاكنو كښې د اولس ګډون لپاره ښه امنيتي وضعه او آزاد٬ سپېځلې ٬ پاكې او بې پرې انتخابي عمل په هر ډول باوري كولو له د عزم څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال سلا راغله چې د سياسي هلو ځلو په مهال به فول پروف امنيت باوري كولو لپاره ټول وسائل كارولې شي٬ په خاص توګه د هېواد په معاشي حب كراچۍ كښې ښه چاپېريال وركولو له به ټول ممكنه اقدامات كولې شي ۔په دې موقع لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصرالملك په ګورنر هاٶس كښې د قائداعظم روم دوره هم وكړه او د پاكستان د موسئس د استعمال څيزونو جاج ئې واخست۔ لنډ مهاله وزيراعظم د قائداعظم د استعمال د څيزونو په خيال ساتلو د ګورنر هاٶس د عملې ستائنه كولو سره ووئيل دا څيزونه زمونږ د تاريخ يو مهم باب دے۔ په دې موقع د سندھ لنډ مهاله اعلٰې وزير فضل الرحمان هم موجود ؤ ۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں