راروانو ټول ټاكنو 2018 ء كښې د برخه اخستونكو كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نن (ګل) آخري ورځ ده

image

اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو 2018 ء كښې د برخه اخستونكو كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نن (ګل) آخري ورځ ده۔ د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو لړۍ كښې تندي رامخې ته شوې۔ الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نېټھ تر 11 جون پراخا كړې وه۔ ولې بياهم پولنګ به په 25 جولائي كېږي۔ د اتوار په ورځ هېواد كښې د عمومي رخصتۍ باوجود د ريټرننګ افسرانو دفترونه پرانستلې وو۔ كانديدانو دغلته د خپلو پلاويانو په ملګرتيا كښې د نامزدګۍ كاغذونه جمع كول۔ د شېډول ترمخه په 11 جون به د كانديدانو عبوري فهرست جاري كړی شي۔ دې څخه وروستو به تر 19 جون ددې كاغذونو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړو په ضد به اپيلونه تر 22 جون جمع كولې شي۔ تر 27 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيلونو كار ترسره كولې شي۔ په 28 جون به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي۔ تر 29 جون به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نښې په 30 جون الاټ كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں