د پاكستان څلور كسيزه پلاورې به واشنګټن كښې نړيوال بانك د کشن ګنګا ھائیډرو پراجېکټ په اړه خپلو تحفظاتو څخه خبروي – اعزاز چوھدری

image
APP27-20 WASHINGTON: May 20 - Ambassador Aizaz Chaudhry said that Pakistan would continue to support the establishment of a viable, independent and contiguous State of Palestine, on the basis of internationally agreed parameters, the pre-1967 borders, and with Al-Quds Al-Sharif as its capital during media briefing. APP

واشنګټن ۔ 20مئی (اے پی پی)د پاکستان اټارنی جنرل اشتر اوصاف علی په مشرۍ كښې 4 كسيزه پلاوې به د واشنګټن دوره كوي چرته به چې پلاوې نړيوال بانك د کشن ګنګا ھائیډرو پراجېکټ په اړه خپلو تحفظاتو څخه خبر كړي- پلاوې به د ګل څخه تر شورؤ ورځې د خپلې دورې په مهال د نړيوال بانك اعلی چارواكو سره ملاقات كوي چې په مهال به ئې د کشن ګنګا ھائیډرو پاور پراجېکټ په اړه د پاكستان د سختو تحفظاتو څخه خبروي د كوم چې د روانې اونۍ په مهال جوړېدو څخه وروستو پرانسته شوې۔ امریکا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري پاكستاني سفارت كښې خبريالانو ته ووئيل چې پلاوې به د نړيوال بانك اعلی چارواكو سره خبرې كوي۔ پاکستان د اوبو ستونزوې حل كېدو نه غېر د كشن ګنګا پراجېكټ جوړول او ددې پرانسته د سندھ طاس لوظنامې سنګينه خلاف ورزي ګرځولې۔ د سندھ طاس دا لوظنامه نړيوال بانك په كال 1960ء كښې د پاكستان او هند ترمينځھ كړې وه كومه كښې چې د پاكستان او هند ترمينځھ د اوبو وېش شوې وو او د لوظنامې ترمخه هند پاكستان ته په تلونكو دريابونو كوم ډول ھائیډرو پراجېکټ جوړولې نه شي۔ پاكستاني سفير ددې پراجېكټ په اړه د پاكستان د سختو تحفظاتو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل نړيوال بانك بايد په دې معامله كښې مداخلت وكړي دغسې چې د پاكستان ټول تحفظات لرې كړې شي۔ هند په كال 2009 ء كښې د 330 میګاواټ په کشن ګنګا پراجېکټ كار پېل كړې وو۔ دې څخه وروستو پاكستان دا مسئله نړيوال عدالت ته وړلې وه او نړيوال بانك ئې هم په دې اړه خبر كړې وو۔ ولې هند د لوظنامې خلاف ورزي كړې ځكه دا د نړيوال بانك ذمه واري ده چې هغه دې د ضمانتي په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ په دې مهال اعزاز چوهدري فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل پاكستان د 60 بې ګناه فلسطيني وګړو په شهادت د اسرائيل سخته غندنه كړې۔ ده ووئيل وزیراعظم شاھد خاقان عباسی اسلامي نړۍ سره د يووالي څرګندونه كولو له استنبول كښې د او آئي سي غونډه كښې ګډون وكړو۔ امريكا كښې د پاكستان سفير ووئيل د پاكستان حكومت ټولو سفارتخانو او هائي كمېشنز ته هدايت جاري كړې چې هغوي دې د بېت المقدس مسئلې په اړه اولس او قانون ساز غړي خبر كړي

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں