وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د تركې پوځ چيف آف آرمي سټاف جنرل هولوسي اكار ملاقات

image
APP71-03 ISLAMABAD: May 03 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi meeting with Chief of the General Staff of the Republic of Turkey General Hulusi Akar at the PM Office. APP

اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره تركې پوځ چيف آف آرمي سټاف جنرل هولوسي اكار د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې ليدلې دي۔په دې موقع د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير هم موجود ؤ۔جنرل اكار وزيراعظم شاهد خاقان عباسي لپاره د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان د اړخه د نيكو هيلو پېغام ورسولو ا و د دواړو هېوادونو ترمينځه په اعلٰی كچ رابطو يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړه وروڼه هېوادونه د يو بل په ټولو نړيوالو او سيمه ايزو فورمونو د دوه اړخيزه ګټې په چارو د يو بل سره مرسته كوي۔هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د دفاع په حقله مرسته زياتولو په خاص توګه په ګډه مشقونه ٬ تربيه او روابط زياتولو ته پام لرنه كول پكار ده۔وزيراعظم د ترك قيادت د اړخه د نيكو هيلو په ځواب كښې ووئيل حكومتونه او د دواړو هېوادونو اولسونه مثالي د ورورولۍ اړيكې لري۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه په دفاعي مرسته اطمينان ښكاره كړو۔ده د تركيې پوځ مشر د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان د كاميابو او ھلو ځلو نه هم خبر كړو۔دواړو خواو د پاكستان او تركيه ترمينځه په نزدې اړيكو د عزم پخلې وكړو او د ورورولۍ دا اړيكې لا قوي كولو په حاجت يې زور راوړو

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں