سعودی كښې په بيلو جرمونو 66 پاکستانیان په سولۍ كړې شوي

image

اسلام آباد 11 اپریل (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي 2013ء نه تر اوسه سعودی عربستان كښې بيلو جرمونو كښې 66 پاکستانیان په سولۍ كړې شوي، 1337 پاکستانیان په ریاض او 1580 د جدې په زندانونو كښې بنديوان پراته دي، د پاکستان سفارت او قونصلېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر قونصلر كچې رسنه وركوي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د سناتورانو ثمینه سعید، عتیق شیخ او اعظم سواتی د پوښتنو په ځواب ده ووئيل 2013ء كښې 10، په 2014ء كښې 13، په 2015ء كښې 14، په 2016ء كښې 7، په 2017ء كښې 14 او په 2018ء كښې 8 پاکستانیان د نشه ائي توكو په جرمونو ، عصمت دری او قتل جرمونو كښې په سولۍ كړې شوي۔ ده ووئيل سعودی كښې د پاکستان سفارت او قونصلېټس د سعودی زندانونو كښې ټولو بنديوانو له تر قونصلر كچې رسنه وركوي۔ د ځائې قواعدو او ضوابطو له مخې يواځې د سعودی وکيلانو له په ځائې عدالتونو كښې د وړاندې كيدو اجازه ده

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں