د صدر آصف علی زرداری د ايراني صدر ابراهیم رئیسی، خارجه وزير عبداللهیان او د نورو وړونكې چورلكې پيښې سره د مخ كېدو په خبر انديښنه ٬ د دوئي روغتيا او تندرستۍ له د نيكو هيلو څرګندونه

image

اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د ايراني صدر ابراهیم رئیسی، خارجه وزير عبداللهیان او د نورو وړونكې چورلكې پېښې سره د مخ كېدو په خبر د ژورې اندېښنې او دوئي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د سوشل ميډيا په پلېټ فارم اېكس خپل پوسټ كښې ووئيل د ايراني صدر ابراهیم رئیسی، خارجه وزير عبداللهیان او د نورو وړونكې چورلكې پېښې سره د مخ كېدو په خبر اورېدو راته ژوره اندېښنه شوې ده۔ صدر مملكت ووئيل زما د زړه له كومي دعا او نېكې هيلې د صدر ريئسي روغتيا او حفاظت لپاره دي دغسې چې هغه د ايراني قام مرسته روانه وساتلې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں