اسلام آباد 17مئی(اے پی پی)پاكستان وئېلي دي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ 10مې بېړنۍ خاص غونډه كښې فلسطين د ملګرو ملتونو مكمل ركن په توګه تسليمولو له د تاريخي غوښتنې ملاتړ كوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئېل په قرارداد كښې ترسره شوې چې فلسطين د ملګرو ملتونو غړيتوب لپاره جوګه دے او سلامتي كونسل ته په دې اړه په ښه ډول د غور كولو له سفارش شوے ۔وياندې ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته يو بله موقع وركړې چې ملګرو ملتونو ته د فلسطين په داخله خپل اعتراض ختم كړي او د باور وركولو ساكه بحال كړي كوم چې د دوه رياستي حل ملاتړ له وركړے شوے ۔دې ووئيل د دې قرارداد منظوري د فلسطيني اولس په ضد د تاريخي ناانصافو ازلې له يو جزوي خو مهم ګام دے۔وياندې هيله څرګنده كړه چې دا به د 4 جون 1967 پولو تر مخه د يو عمل وړ او د متصل فلسطيني رياست لپاره د امن عمل بحالولو له آسانۍ وركړي د كوم پايه تخت چې القدس الشريف وي