د قائداعظم په بنيادي اصولو كښې د ترقۍ راز پټ دے٬ د دوي په تعلمياتو عمل كولو سره هېواد پرمختګ كولې شي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي دستورې ته وېنا

image
APP16-251223 ISLAMABAD: December 25 - Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting Murtaza Solangi addressing event “Speech Competition on Quaid Day” organized by DEMP at Information Service Academy. APP/SMR/APP

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د قائداعظم په بنيادي اصولو كښې ترقۍ راز پټ دے ٬ بابائے قام تل د قانون په حكمرانۍ او په سوله ايزو سياسي هلو ځلو باور لرلو، د دوي په تعلمياتو عمل كولو سره هېواد پرمختګ كولې شي٬ زمونږ د ستونزو حل هم په جمهوريت٬ مذاكراتو او د قانون په حكمرانۍ كښې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز تر سېوري لاندې د فيډرل ډائريکټوريټ آف اېجوکيشن د بېلا بېلو سكونو د كوچنيانو ترمېنځه د قائد اعظم ورځ په لړ كښې د تقريري مقابلے دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو سېكتره شاهيره شاهد هم موجود وه۔ مرتضيٰ سولنګي د قائداعظم محمد علي جناحؒ په حواله د سكول د ماشومانو د تقريرونو ستائنه كولو سره ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح په سبب دا هېواد جوړ شوې٬ او نن هم په دې سبب دلته موجود يو۔ ده ووئيلد قائداعظم په بنيادي اصولو كښې ترقۍ راز پټ دے ٬ بابائے قام تل د قانون په حكمرانۍ او په سوله ايزو سياسي هلو ځلو باور لرلو، د دوي په تعلمياتو عمل كولو سره هېواد پرمختګ كولې شي٬ زمونږ د ستونزو حل هم په جمهوريت٬ مذاكراتو او د قانون په حكمرانۍ كښې دې۔ ستورې ته د اطلاعاتو سېكترې شاهيره شاهد خپلې وېنا كښې په تقريري مقابله كښې ګډون كولو ته مباركي وركړه چې پكښې د بېلا بېلو سكولونو لس زده كوٶنكو برخه اخستې ۔ په دستوره كښې د ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبليکيشنز لخوا د قائداعظم په سياسي هلو ځلو جوړ كړې شوې يو دستاوېزي فلم او ملي سندره هم وړاندې كړې شوه۔ په دې موقع د قائداعظم محمد علي جناحؒ د سالګرې كېك هم پرې كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں