د سېنېټ چيئرمېن٬د قامي اسمبلۍ سپيكر٬د كشمير كمېټۍ چيئرمېن٬وزيرانو٬د پارليمان غړو پشمول سركاري ملازمانو او سول سوسائټۍ استازو پھ بشپړه توګه ګډون وكړو

image

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د پارليمنټ هاؤس په چمن كښې د جمعې په ورځ په كشميريانو د هند د ظلم او د مقبوضه كشمير حېثيت خاتمې په ضد سخت احتجاج وكړی شو چې پكښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني٬د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر٬د كشمير كمېټۍ چيئرمېن فخر امام٬٬وفاقي وزيرانو٬دوهم وزيرانو٬د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو پشمول سركاري ملازمانو٬ سول سوسائټۍ استازو پھ بشپړه توګه ګډون كړی۔پھ دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ٬وفاقي وزيرانو٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري د هند په ضد او كشميريانو حق خود ارادايت ترلاسه كولو لپاره نعرې اووهلې۔د پارليمنټ هاؤس په چمن كښې كشمير به پاكستان جوړېږي٬پاكستان زنده باد٬اخلو به كشمير٬غږونه پورته كېدل۔پھ دې موقع قامي او د كشميرسردونه وغږولې شول۔ټولو ګډون كوونكو د پاكستان قامي بېرغ او د كشمير بېرغونه پورته كړی وو

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں