پاکستان آذربائیجان سره خپلو ښو او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي

image
APP15-25 ISLAMABAD: June 25 - President Dr. Arif Alvi talking to the Ambassador of Azerbaijan, Ali Fikrat Oglu Alizada, who called on him at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان آذربائیجان سره خپلو ښو او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ دواړه هېوادونه د شريك تجارت حجم زياتولو٬ د توان او د سېلګرۍ په اړه د سرمايه كارۍ امكانات لټولو ته اړتيا لري ۔ اولس مشر دا خبرې پاكستان كښې د آذربائیجان سفیر علي فکرت اولو علیزادہ سره كړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كړې۔ د آذربائيجان سفير د اولس مشر المام عليوف بلنه اولس مشر ته ورسوله۔ اولس مشر د سفير مننه كولو سره ووئيل پاكستان او آذربائيجان اړيكې په شريكه عقيده٬ كلتور او په ورثه اډانه دي۔ ده د جمو او كشمير په مسئله پاكستان لپاره د آذربائیجان د ملاتړ ستانه كولو سره ووئيل پاكستان د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه شريكو اړيكو ته لا وده وركولو له خوښې لري۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي په دې خبرې زور رواړو چې موجوده دوه اړخيزه اقتصادي مرسته د دې حقيقي صلاحيت سره همكاره كولو ته اړتيا ده ٬د شريك تجارت حجم زياتولو٬ د توان او د سېلګرۍ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ امكانات لټولو ته اړتيا ده۔ د آذربائیجان سفیر د پاکستان د معیشت په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ له د خوښۍ

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں