وزیراعظم عمران خان د وفاقي وزير علي محمد خان مهر په مړينه د ھغه كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه

image

ګھوټکي 19 جون (اے پي پي) وزیراعظم عمران خا ن د شورو په ورځ ګهوټكي كښې د پخواني وفاقي وزير ارواښاد علي محمد خان مهر استوګنې ته لاړ او د غمژنې كورنۍ سره ئې غمرازي ښكاره كړې ۔ په دې موقع د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، وفاقي وزيران ډاكټر فهمیدہ مرزا او محمد میاں سومرو او د قامي اسمبلۍ غړې غوث بخش مهر هم وزيراعظم سره ملګري وٶ۔ وزیراعظم د ارواښاد علی محمد خان مهر په مړينه د ھغه ورور سردار علي ګوهر خان مهر ٬ سردار علی نواز خان مهر او د ارواښاد زوې سردار احمد علي خان مهر سره غمرازي وكړه او د ارواښاد بخښنې لپاره ئې دعا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں