په ټول هېواد كښې كوچنې اختر په مذهبي جوش و جذبه او عقيد و احترام ولمانځل شو

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ په ټول هېواد كښې كوچنې اختر په مذهبي جوش و جذبه او عقيد و احترام ولمانځل شو۔ د هېواد په ټولو لويو وړو ښارونو كښې د اختر د لمونځ لوي لوي اجتماعات وشول۔ په دې موقع علماكرامو د وړوكي اختر په اهميت او فلسفه رڼا واچوله۔ په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ خوشحالې او د اسلامي امت خېر ښېګړې لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې۔ په اسلام آباد او پېنډې كښې د اختر تر ټولو لويه اجتماع په فېصل جومات كښې وشوه۔ په فېصل جومات كښې اعلٰي حكومتي چارواكو او د اسلامي هېوادونو سفيرانو هم د اختر لمونځ ادا كړو۔

مضمون کا ماخذ : números dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں